د معلوماتي ټکنالوژۍ بنسټيزې پروژې (ICT Infrastructure) افر پرانیسته ترسره شوه

د معلوماتي ټکنالوژۍ بنسټيزې پروژې (ICT Infrastructure) افر پرانیسته ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د معلوماتي ټکنالوژۍ بنسټيزې پروژې (ICT Infrastructure) پرانيست غونډه د يو شمير داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره شوه.
دا غونډه چې نن شنبه (رمضان المبارک ۱۳مه/ وري ۴مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د ملي تدارکاتو رياست مرستیال شيخ عبدالرحيم رحيمي د شرکتونو استازو ته د هرکلي ترڅنګ د يادې پروژې د ارزښت په اړه وينا وکړه.

ښاغلي رحيمي وويل چې افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی او په همدې اساس باید افغان سوداګر پخپل کور کې پانګونه وکړي او د هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، د افغانستان اسلامي امارت تدارکاتي سيستم د اسلامي اصول پر بنسټ ولاړ دی او زياته يې کړه چې شرکتونه ته لازمه ده چې د پروژو په ترسره کولو کې د ولس او اسلامي امارت ګټې په نظر کې ونيسي.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.