د چارو ادارې لوی رئيس؛ د هېواد زرغونتيا د نظام او ولس مسؤليت دی

د چارو ادارې لوی رئيس؛ د هېواد زرغونتيا د نظام او ولس مسؤليت دی

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ادارې له لوري د نيالګيو کېنولو کمپاین پرانيست غونډه کې وويل چې د هېواد زرغونتيا د نظام او ولس مسؤليت دی او ټول بايد په دې برخه کې خپل مسؤليت اداء کړي.

دا غونډه چې نن پنجشنبه «رمضان المبارک ۱۱مه/ وري ۲مه» د هېواد په تاريخي ماڼۍ «تاج بېګ» کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکریم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې لوی رئيس او مسؤلينو ويناوې وکړې.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې د نيالګيو کېنولو سره ځمکې اباديږي، هوا پاکيږي، خلکو ته يې ګټه رسيږي او لازمه ده چې په دې برخه کې نظام او ولس په ښه توګه او اخلاص کار وکړي.

د چارو ادارې لوی رئيس وويل افغانستان چې جنګونو يې مادي او معنوي ښکلاوې له منځه وړې؛ اوس اړتيا ده چې د هېواد په زرغونتيا کې پوره کار وشي او په دې برخه کې یې د تعميراتو ساتنې او څارنې رياست هڅې وستايلې.

همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب وويل چې چاپيريال ساتنه کومه نوې پديده نه ده او په وینا يې چې اسلام خلکو ته د چاپيريال ساتنې امر کوي او د نيالګيو کېنول د چاپيريال د ښکلا سربېره نورې دنيوي او اخروي ګټې هم لري.

په غونډه کې د ودانیو د ساتنې او څارنې رئيس مولوي محمد يوسف سعد د تېر کال په اوږدو کې د خپلو فعالیتونو او راتلونکي کال د پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د چارو ادارې اړوند پنځه سوه جريبه ځمکه کې ۱۲۰ زره ميوه لرونکي او زینتي نيالګي لري چې د ياد رياست له لوري يې پالنه او څارنه کيږي.

په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د ټولو رياستونو او جانبي واحدونو لپاره ځانګړو شويو ساحو کې د اړوندو رياستونو مسؤلينو او کارکوونکو نيالګي کېنول او دا مراسم د خير په دعا پای ته ورسېدل.