د کابينې نوولسمه غونډه؛ د ترافيکي پېښو او موټرو د سرعت کنټرول په اړه اقدامات کيږي

د کابينې نوولسمه غونډه؛ د ترافيکي پېښو او موټرو د سرعت کنټرول په اړه اقدامات کيږي
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نوولسمه غونډه نن دوشنبه «رمضان المبارک ۸مه/ کب ۲۸» د رئيس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوه، په کې د ترافيکي پېښو مخنيوي او موټرو د سرعت کنټرول په اړه تفصيلي بحث وشو او کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سترې محکمې، ټرانسپورټ او هوايي چلند او ټولګټو وزارت په ګډه د لويو لارو په اوږدو کې د موټرو د تګ او سرعت اندازې معلومولو لپاره ترافيکو ته د اړينو وسايلو چمتو کولو طرحه جوړه کړي او د رياست الوزراء مقام سره دې شريکه کړي.
همدا راز په دې غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارتونو، استخباراتو لوی رياست او احصايې ملي ادارې څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ولسوالیو جغرافیوي حدودو تثبیت کړي، په اړه يې معلومات وکړي او راپور يې له توحيد وروسته د رياست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.
د کابينې په دې غونډه کې اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې مؤسساتو ته واضحه کړي، چې هيڅ امارتي کارمند تر هغو نشي جذبولی، ترڅو يې قانوني موده نه وي پوره شوي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.