د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ د اسلامي امارت مسؤلين د ولس استازي دي

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ د اسلامي امارت مسؤلين د ولس استازي دي
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ علماء کرامو، قومي مخورو او متنفذينو سره په ليدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او په يو شمېر مسائلو بحث وشو.
دا غونډه چې نن دوشنبه «رمضان المبارک ۸مه/ کب ۲۸مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره د پغمان ولسوالۍ علماء کرامو او استازو ويناوې وکړې.
په غونډه کې د پغمان ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب شيخ محمداجان طيب، د علماوو شورا رئیس مولوي احسان الله، مولوي عبدالرشيد او قومي مشر حاجي محمد فاروق ويناوې وکړې او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د پغمان ولسوالۍ دې د کابل ښار د ناحيې په تشکيل کې نه راولي او دا ولسوالۍ دې پخپل حالت پاتې شي.
يادو استازو وويل چې د نفوس، جغرافيې او تاريخي ارزښت له لحاظه پغمان ولسوالۍ د هېواد په تاريخ او جغرافيه کې ځانګړی اهميت لري او زياته يې کړه چې پخپل ځای د يادې ولسوالۍ پاتې کېدلو سره به ټول تاريخي، کلتوري او کليوالي ارزښتونه پخپل ځای خوندي پاتې شي او په وينا يې د يادې ولسوالۍ خلک د ښاري فرهنګ په ځای کليوالي فرهنګ ته ارزښت ورکوي او اسلامي امارت دې د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
په غونډه کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې اسلامي امارت د ولس له منځه راپورته شوی دی او د ولس په استازيتوب د هغوی ستونزو ته رسېدنه کوي، نوموړي وويل چې تر دې وړاندې هم د یادې ولسوالۍ بېلابېلې ستونزې د اسلامي امارت له عالي مقاماتو سره د حل په موخه شريکې شوي دي او ټينګار يې وکړ چې دا ځل به هم د ولس دا غږ د اسلامي امارت عالي مقاماتو ته ورسوي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.