د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس د يو اين هبيتات له مشر سره وليدل
د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس د يو اين هبيتات له مشر سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس حاجي عبدالقاهر فيروز د يو اين هبيتات له مشر لمبا انتوني سره د همغږۍ په غونډه کې په يو شمېر موضوعاتو بحث وکړ.
دا غونډه چې نن پنجشنبه (رمضان المبارک ۴مه/ کب ۲۴مه) د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس حاجي عبدالقاهر فيروز په هېواد کې د يو اين هبيتات له فعاليتونو مننه وکړه او د يادې مؤسسې له مسؤلينو يې وغوښتل چې د ښارواليو اړوند خپلې راتلونکې پروژې په پلاني ساحو کې تطبيق کړي.
ښاغلي فیروز همدا راز د يادې مؤسسې له مسؤلينو وغوښتل چې خپلې پراختيایي پروژې نورو ښارواليو ته هم وغځوي او هيله يې څرګنده کړه چې د نویو پروژو د تطبيق پر مهال بايد پخوانۍ پروژې اغيزمنې نشي.
په غونډه د يو اين هبيتات مشر د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست له مسؤلينو د همکاريو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې خپل فعاليتونه به هغو ښارونو ته هم وغځوي، چې تر دې وړاندې يادې مؤسسې په کې پروژې نه دي پلي کړي.