د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کمېټې یوولسمه غونډه ترسره شوه

د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کمېټې یوولسمه غونډه ترسره شوه

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې یولسمه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دغه غونډه نن دوشنبه «رمضان المبارک لومړی/کب ۲۱مه» د قرانکریم په تلاوت پیل شوه؛ وروسته مالي او اداري مرستیال پخپلو خبرو کې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او زياته يې کړه چې د پروژو د بررسۍ په وخت کې دې شفافیت په پام کې ونیول شي ترڅو د بیت المال او خلکو حق ضایع نشي.

د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کمېټې د دارالانشاء غړو د يو شمېر ساختماني پروژو په اړه خپلې موندنې د کمیټې د غړو په حضور کې شریکې کړې او د شريعت د احکامو او قوانينو په رڼا کې يې خپل معلومات وړاندې کړل او په دې اړه لازم تصاميم ونیول شول.

د قراردادونو د تفکيک او تصفیې کمیټه د هغو پروژو د قراردادونو تفکيک او تصفيه کوي چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته یې د تدارکاتو او تادیاتو بهیر ځنډول شوی وي.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه د چارو ادارې د تعمیراتو، ساتنې او څارنې رئيس مولوي محمد یوسف سعد په مشرۍ او د ریاست الوزراء د حفظ او مراقبت ریاست او د افغانستان برښنا شرکت استازو په ګډون دې یو تخنیکي پلاوی ساحه له نږدې وګوري، براورد ثاني دې وکړي او پایلې دې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.