د افغانستان برېښنا شرکت اړوند سيسټمونو سافټويرونو او تجهيزاتو آفر پرانيسته وشوه

د افغانستان برېښنا شرکت اړوند سيسټمونو سافټويرونو او تجهيزاتو آفر پرانيسته وشوه
د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت اړوند برېښايې سيسټمونو سافټويرونو او تجهيزاتو
Procurement of equipment and software for upgrading the central dispatching system, digitalization, and automation of stations and substations required by the SCADA Department of DABS
پروژې افر پرانيسته د کورنيو او نړيوالو داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړه.
په دغې غونډه کې چې نن چهارشنبه(شعبان المعظم۲۴مه/کب ۱۶مه) د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې داوطلبو شرکتونو د اړوندې پروژې په اړه خپل افرونه وړاندې کړل او د ملي تدارکاتو رياست ته يې د يادې پروژې په اړه خپل سندونه وسپارل.
په غونډه کې د ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو د شرکتونو استازو ته د هرکلي ترڅنګ هغوی ته په تدارکاتي برخه کې د شفافيت او همکارۍ ډاډ ورکړ.
دا غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.