د نهو تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د تدارکاتي پلانونو مدیریت سېسټم په اړه روزنه ورکړل شوه

د نهو تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د تدارکاتي پلانونو مدیریت سېسټم په اړه روزنه ورکړل شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست له لوري د نهو تدارکاتي ادارو ۲۱ تنه کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم په اړه روزنه ورکړل شوه.
دا روزنيز پروګرام چې دوشنبه «شعبان المعظم ۲۲مه/ کب ۱۴مه» د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، په کې د کلیو بیارغونې او پراختیا، کور او ښار جوړولو، کورنیو چارو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو، د افغانستان بانک، د افغانستان برښنا شرکت، ملي تدارکاتو ریاست او کابل ښاروالۍ تدارکاتي کارکوونکو برخه اخیستنې وه چې په سېسټم کې د تدارکاتي پلانونو د جزیاتو، د وخت او نېټې او همداراز د پروژو د موقعیتونو د درج کولو په تړاو تفصیلي معلومات ورکړل شول.
په دې غونډه کې د تدارکاتي ادارو مسؤلینو ته د ملي تدارکاتو ریاست د فعالیتونو او برېښنايي تدارکاتو سېسټم په اړه پرېزنټېشن ورکړل شو او همدا راز د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم کې د ادارو لخوا د تدارکاتي پلانونو د درج کولو په تړاو ټینګار وشو او په سېسټم کې ورته په عملي بڼه نمونوي پلانونه اضافه کړل شول ترڅو په اسانۍ سره د ۱۴۰۳ مالي کال پلانونه په سيسټم کې درج کړي.
د پروګرام په پای کې د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم په تړاو د تدارکاتي ادارو مسؤلینو ارزیابي ترسره شوه او په عملي بڼه د پلانونو د درج کولو څخه یې ملي تدارکاتو ریاست ډاډ ترلاسه کړ. .
د یادونې وړ ده چې د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پرانیستغونډه د روان لمريز کال د لیندۍ په ۲۲مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه چې په کې د کابينې د يو شمېر غړو، د سيمې او نړۍ د هېوادونو او نړيوالو ټولنو استازو هم ګډون کړی و.