د ملي تدارکاتو انسټيټوټ له لوري ولايتي او ولسواليو مسؤلينو ته انلاين روزنيز پروګرام پيل شو

د ملي تدارکاتو انسټيټوټ له لوري ولايتي او ولسواليو مسؤلينو ته انلاين روزنيز پروګرام پيل شو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو انسټيټوټ له لوري د اتو ولاياتو او ۱۲ ولسواليو د ملي تدارکاتو ۶۳مسؤلينو ته په انلاين ډول څلور ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو چې په کې به د تدارکاتو په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شي.
دغه روزنيز بهير چې نن دوشنبه(شعبان المعظم۲۲مه/کب۱۴مه) د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي له لوري پرانيستل شو، په مقدماتي وينا کې نوموړي وويل؛ د تدارکاتي پروسو په جريان کې له نږدې او په منظم ډول پاتې کېدل، په تدارکاتي چارو کې ستونزې له منځه وړي او تدارکاتي مسؤل کولی شي چې خپلې چارې په ښه توګه پرمخ يوسي او په وينا که تدارکاتي کارکوونکی د تدارکاتي زده کړو له بهير لرې پاتې شي؛ له ستونزه سره مخ کيږي.
همدا راز ښاغلي صديقي زياته کړه چې که د پروژو په داوطلبيو کې د ازاد رقابت له لارې زيات شرکتونه ګډون وکړي او شرطپاڼې په جامع ډول جوړې شي، دا چاره د افغان ملت او اسلامي امارت په ګټه ده او د حکومت په تدارکاتي بهير به د خلکو باور لا زيات شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.