د څارنې او پاليسۍ مرستيال؛ د ولس ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه د اسلامي امارت مسؤليت دی

د څارنې او پاليسۍ مرستيال؛ د ولس ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه د اسلامي امارت مسؤليت دی

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال د څارنې او ارزونې رياست له لوري د يو شمېر امارتي ادارو کارکوونکو ته «د پايلو پربنسټ د کلني پلان او راپور جوړونې ورکشاپ» دوهمې ورځې په غونډه کې ګډون وکړ.

دا ورکشاپ چې نن دوشنبه «شعبان المعظم ۲۲مه/ کب۱۴ مه» يې دوهمه ورځ ده، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د څارنې او ارزونې رئيس مولوي محمد طاووس طارق پخپلو مقدماتي خبرو کې د ياد ورکشاپ په اړه معلومات وړاندې کړل او ګډونوالو ته يې هرکلی ووايه.

په غونډه کې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني وويل چې اسلامي امارت ولس ته د ښه خدمت مسؤليت په غاړه لري او په همدې اساس يې په ادارو کې کاغذ پراني له منځه وړې او خلکو ته يې په چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

ښاغلي حقاني له مسؤلينو وغوښتل چې ولس ته د لاښه خدمت لپاره خپلې چارې د پلان او طرزالعمل له مخې سرته ورسوي او خپل فعاليتونه له اړوندو ادارو سره د ښې همغږۍ له مخې ترسره کړي.

ورپسې د اجنډا له مخې د امارتي ادارو استازو ته ښوونیز بهیر پيل شو چې په کې به د پايلو پر بنسټ د کلني پلان فارمټ، ربعوار راپور، کلني راپور، د عمده، بشپړ شويو، ترکار لاندې، ناپيل شويو، ځنډېدلو او د ټولو پلان شويو فعاليتونو د شمېر او اوسط په اړه، د درې مياشتنيو اجرااتو او لاسته راوړنو او يو شمېر نورو برخو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکول کيږي.