د چارو ادارې لوی رئيس؛ وړتياوې هغه مهال اغيزناکې وي چې ښه استفاده ورڅخه وشي

د چارو ادارې لوی رئيس؛ وړتياوې هغه مهال اغيزناکې وي چې ښه استفاده ورڅخه وشي
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د یو شمير امارتي وزارتونو او ادارو استازو ته «د پايلو پربنسټ د کلني پلان او راپور جوړونې ورکشاپ» پرانيستغونډه کې وويل چې امارتي مسؤلين مکلف دي چې خپلې اداري چارې له پلان سره سم سرته ورسوي او په وينا يې چې له پلان سره سم د چارو سرته رسولو سره اهداف په ښه توګه ترلاسه کيږي.
دا ورکشاپ چې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او ارزونې رياست له لوري جوړ شوی دی نن يکشنبه(شعبان المعظم ۲۱مه/ کب ۱۳مه) د قرانکريم په تلاوت پيل شو او په کې د بېلابېلو امارتي ادارو د پلان او پاليسۍ جوړونې رئيسانو او راپور ورکولو مسؤلينو برخه اخيستې وه. په مقدماتي وينا کې د څارنې او ارزونې رئيس مولوي محمد طاووس طارق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ په اړه معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې په پلان جوړونه کې له استعدادونو نه استفاده کيږي، فکرونه سره تبادله کيږي او اهدافو ته په کتو تګلارې چمتو کيږي چې په عملي کېدو سره يې اهداف په ښه توګه ترلاسه کيږي.
ورپسې د څارنې او ارزونې رياست مرستيال ښاغلي احمد يما احساس له لوري «د پايلو پر بنسټ د کلني پلان او راپور ورکولو فارمټونو تشريح» تر سرليک لاندې د دې ورکشاپ ښوونيز بهير پيل شو چې د څلور ورځو په جريان کې به په کې يو شمېر موضوعات بحث شي.
د څارنې او ارزونې رياست د معلوماتو له مخې، دې څلور ورځني ورکشاپ کې به د پايلو پر بنسټ د کلني پلان فارمټ، ربعوار راپور، کلني راپور، د عمده، بشپړ شويو، ترکار لاندې، ناپيل شويو، ځنډېدلو او د ټولو پلان شويو فعاليتونو د شمېر او اوسط په اړه، د درې مياشتنيو اجرااتو او لاسته راوړنو او يو شمېر نورو برخو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکول کيږي.