د ۳۴ ولايتونو ښاري حکومتولۍ مسؤلينو روزنيز پروګرام څخه ۶۰ تنه فارغ شول

د ۳۴ ولايتونو ښاري حکومتولۍ مسؤلينو روزنيز پروګرام څخه ۶۰ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست له لوري د هېواد د بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو ښاروالانو، آمرينو او مديرانو لپاره څلور ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.

په دې‌ اړه غونډه چې نن چهارشنبه «شعبان المعظم۱۷مه/ کب ۹مه» د ملکي خدمتونو انسټیټوټ کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د اجنډا له مخې مسؤلينو ويناوې وکړې.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس مولوي محمد حنان حقاني وويل، د ښاروالۍ مسؤلين بايد د ولس ستونزو څخه په وخت ځان خبر کړي، په ښه توګه يې ستونزو ته رسېدنه وکړي او پخپل مسؤليت کې له غفلت څخه ځان وساتي.

همدا راز د‌ ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د ښاري حکومتولۍ رئيس مفتي محمد يعقوب شرافت مسؤلينو ته وويل چې د خلکو د رضايت ترلاسه کولو او ښه خدمت لپاره بايد په چارو کې شفافيت ته پاملرنه وشي تر څو د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته نشي.

په غونډه کې د‌ ښارواليو د مسؤلينو په استازيتوب د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ رئيس ښاغلي استاد محمد جاويد‌ مايار پخپلو خبرو کې ياد روزنيز پروګرام مؤثر وباله او زياته يې کړه چې په دې روزنیز پروګرام کې زده کړي مهارتونه‌ به په اداري چارو کې اغيزناک ثابت شي.

همدا راز د خوست ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر محمدالله شيرزي پخپلو خبرو کې د ښاروالیو په اړه د روزنيزو پروګرامونو او پرسونل کمښت، تجربوي سفرونو نشتون د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.

دا روزنيز پروګرام چې څلور ورځې وړاندې‌ پيل شوی و، په کې د افغانستان د ۳۴ ولايتونو مرکزي او ولسوالیو ښارواليو مسؤلينو او استازو ګډون کړی و چې د ښاروالیو چارو اړوند برخو کې ورته روزنه‌ ورکړل شوه.

د ښارواليو چارو سمون لوی رياست د مسؤلينو په وينا په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د‌ ښاري حکومتولۍ، په ښارواليو کې حساب ورکولو، ښار ميشتېدنې کلتور، عامه شکايتونو ته رسېدنه، د ځوانانو او ګذر وکيلانو د ملاتړ، کلتوري فعاليتونو او يو شمېر نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.

په پای کې د دې روزنیز پروګرام په ګډونوالو د تصديق ليکونه ووېشل شول او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.