د پانګونې اسانتيا رئيس: اسلامي امارت پانګوالو لپاره اسانتياوې برابروي

د پانګونې اسانتيا رئيس: اسلامي امارت پانګوالو لپاره اسانتياوې برابروي

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجنير احمد ضياء خالد د بيات پاور شرکت له مسؤلينو سره په ليدنه کې د دغه شرکت د ګازي برېښنا د توليد ظرفيت لوړونې څخه هرکلی وکړ او ويې ويل اسلامي امارت په افغانستان کې پانګوالو لپاره د پانګونې زمينه برابروي.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (شعبان المعظم ۱۵مه/کب ۷مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د بيات پاور تخنيکي رئيس محمد شعيب صاحبزاده د دغه شرکت د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اسلامي امارت له مسؤلينو څخه يې وغوښتل ترڅو د ياد شرکت ستونزو ته رسېدنه وکړي او په چارو کې ورته اسانتياوې برابرې کړي.
ښاغلي صاحبزاده زياته کړه د بيات پاور شرکت اوس د جوزجان ولايت، سرپل، اندخوی ولسوالۍ او د فارياب اوسېدونکو لپاره برېښنا برابره کړې ده او د دويم فاز په تکميل سره به له طبعي ګاز څخه د حرارتي برېښنا د توليد ظرفيت ۱۰۰ميګاواټ ته زيات شي او په دريمه مرحله کې به ۲۰۰ ميګاواټه ته ورسيږي.
په پای کې انجينر احمد ضياء خالد د بيات پاور شرکت له مسؤلينو څخه وغوښتل چې خپل وړانديزونه او ستونزې په ليکلې بڼه د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا له رياست سره شريکې کړي او له دې لارې به له اړونده ادارو او د رياست الوزراء عالي مقام سره د حل لپاره شريکې شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.