د رياست الوزراء مقام کارکوونکو ته د ملي تدارکاتو انسټيټوټ له لوري روزنيز پروګرام پيل شو

د رياست الوزراء مقام کارکوونکو ته د ملي تدارکاتو انسټيټوټ له لوري روزنيز پروګرام پيل شو
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو انسټيټوټ له لوري د رياست الوزراء مقام، اړوندو معاونيتونو او د دفتر لوی رياست له بېلابېلو رياستونو څخه ۴۰ تنه کارکوونکو ته د تدارکاتو په برخه کې روزنيز پروګرام پيل شو.
دا روزنيز پروګرام چې يکشنبه «شعبان المعظم ۱۴مه/ کب ۶مه» د قرانکريم په تلاوت پيل شو څلور ورځې به دوام وکړي چې د تدارکاتو اړوند بېلابېلو برخو کې به ګډونوالو ته روزنه ورکړل شي.
د دې روزنيز پروګرام پرانيستغونډه کې د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رياست د بشري سرچينو رئيس مولوي محمد داؤد محمدي د ياد پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې اسلامي امارت ته د ولس د خدمت فرصت په لاس ورغلی دی چې مسؤلين بايد له دې فرصت نه ولس ته د خدمت لپاره ښه استفاده وکړي.
دا روزنیز پروګرام چې څلور ورځې به دوام وکړي، د ملي تدارکاتو انسټيټوټ د استادانو له لوري په تدارکاتي برخو کې روزنه ورکول کيږي.