د ښاري حکومتولۍ ولایتي مسؤلينو لپاره روزنيز پروګرام پيل شو

د ښاري حکومتولۍ ولایتي مسؤلينو لپاره روزنيز پروګرام پيل شو

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون لوی رياست له لوري د ۳۴ ولايتونو او ولسواليو ښاروالانو، آمرينو او مديرانو لپاره څلور ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو.

په دې‌ اړه پرانيستې غونډه چې نن يکشنبه «شعبان المعظم۱۴مه/ کب ۶مه» د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د اجنډا له مخې مسؤلينو ويناوې وکړې.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او ارزونې رئيس مولوي محمد طاووس طارق وويل چې اسلامي امارت ته د افغانستان د ولسونو د خدمت فرصت په لاس ورغلی او مسؤلين بايد په ښه توګه او اخلاص خپل مسؤليت ترسره کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي مفتي شهزاد نور دا ډول پروګرامونه مهم وبلل او زياته يې کړه چې له دې سره به د حکومتولۍ په چارو کې پرمختګ او اغيزمنتيا رامنځته شي او خلکو ته به ښه خدمات وړاندې شي.

همدا راز د‌ ښارواليو چارو د سمون لوی رياست د ښاري حکومتولۍ رئيس مفتي محمد يعقوب شرافت د سيمينار په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست هڅه کوي چې ولسونو ته ښه خدمات وړاندې کړي او د ښارواليو چارو په برخه کې يې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست د تفتيش رئيس مولوي لعل محمد تائب د ولايتي ښاروالیو مسؤلينو ته په اشاره وويل چې د زده کړې له دې فرصت نه ښه استفاده وکړي او په دې پروګرام کې زده کړي مهارتونو نه په خپلو ادارو کې کار واخلي.

ورپسې د ياد روزنيز پروګرام درسي بهير پيل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.