د ښارواليو چارو د سمون لوی رئيس د یونپس مؤسسې له استازي سره وکتل

د ښارواليو چارو د سمون لوی رئيس د یونپس مؤسسې له استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون رئيس الحاج عبدالقاهر فيروز د یونپس مؤسسې له استازي نجیب الله امیری سره د دوه پراختيايي پروژو د پلي کولو په موخه وکتل.

دغه غونډه چې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې یې د ښاروالیو چارو د سمون لوی رئيس الحاج عبدالقاهر فيروز وويل د یونپس (UNOPS) مؤسسه دې لومړی خپلې پروژې هغو ولایتونو کې پلي کړي چې د ښاروالیو عوايد يې کم دي.

همدارنګه ښاغلي فيروز د یونپس (UNOPS) له استازو څخه وغوښتل چې ټولې پرمختیایي او غیر پرمختیایي پروژو اسناد دې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست او د ولایتونو له ښاروالیو سره شریک کړي او د پروژو پلان دې د ښارونو په داسې برخو کې نه پلی کوي چې د ښاروالۍ له ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو سره په ټکر کې وي.

غونډه کې د یونپس مؤسسې استازي نجیب الله امیري وویل دې موسسې تر اوسه په لسو ولایتونو کې پروژې پيل کړي او پلان لري چې د ښاروالیو د سمون لوی ریاست سره په همغږۍ ټولو ولایتونو کې د پراختیايي پروژې پلي شي او په دې اړه يې ټينګار وکړ چې ښاروالۍ دې له دغو پروژو څخه په دقيق ډول نظارت او کنټرول وکړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.