د ملي دفاع وزارت د اسلامي اردو اوه قلمه تازه مېوې د تدارکاتو پروژې افرپرانيسته وشوه

د ملي دفاع وزارت د اسلامي اردو اوه قلمه تازه مېوې د تدارکاتو پروژې افرپرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د اسلامې ملي اردو، ساحوي قول اردوګانو، مرکزي قطعاتو او جزوتامونو د اوه قلمه تازه مېوې د تدارکاتو پروژه د افر پرانيسته د افر پرانيستې پلاوي او ۲۲ داوطلب شرکتونو استازو په ګډون د دغې ادارې په تالار کې ترسره شوه.

په دغې غونډه کې چې نن چهارشنبه(شعبان المعظم ۱۰مه/کب دويمه) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس مولوي فيروزخان د شرکتونو د استازو له ګډون څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې شرکتونه دې پروژې په ښه ډول ترسره کړي او کار دې اهل کار ته وسپاري.

د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس ډاډ ورکړ چې د پروژو افرپرانيستې په شفاف ډول ترسره کېږي او له شرکتونو يې وغوښتل چې خپل فعاليتونه دې په مخلصانه ډول ترسره کړي او د پروژو په پلي کولو کې دې ملي ګټې په نظر کې ونيسي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.