ملي اقتصاد رياست د کابل ښاروالۍ استازو سره د لاسي پلورونکو د نظم په اړه غونډه وکړه

ملي اقتصاد رياست د کابل ښاروالۍ استازو سره د لاسي پلورونکو د نظم په اړه غونډه وکړه
د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد رياست او د کابل ښاروالۍ، کورنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنک وزارت استازو ترمنځ د ښاري نظم، تنظيف او لاسي پلورونکو د ستونزو حل په موخه غونډه وکړه.
دا غونډه چې نن سه شنبه(شعبان المعظم ۹مه/ کب لومړۍ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د يادو ادارو له استازو سره د کابل ښار د لاسي پلورونکو د ستونزو حل او د ښاري نظم د لاښه والي په اړه هر اړ خيز بحث وشو.
د کابل ښاروالۍ استازو وويل د لاسي پلورونکو د ستونزو حل په موخه يې د هغوی د ثبت لړۍ پيل کړې ده او په وينا يې چې نږدې راتلونکې کې به دا لړۍ پای ته ورسيږي او زِياته يې کړه چې د ښار په څلورو زونونو کې يې د لاسي پلورونکو د ښه مديريت په موخه مارکيټونه په پلان کې دي؛ چې په نږدې راتلونکې کې به يې د جوړېدو چارې پيل شي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ښاري نظم او سمون لپاره باید قوانين تطبيق شي، ترڅو ښاري نظم او پاکوالی مراعت شي او د لاسي پلورونکو ستونزې په اساسي توګه حل شي. د غونډې ګډونوالو ټيڼګار وکړ چې د کابل ښار نظم کې بايد د ترافيکو رياست، کابل ښاروالۍ او اړوندې ادارې په ګډه د ښاري فرهنګ مراعتولو لپاره کار وکړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.