د ملي تدارکاتو ریاست د ملي اسلامي اردو د ډوډۍ د تدارکاتو پروژې افر پرانیسته وکړه

د ملي تدارکاتو ریاست د ملي اسلامي اردو د ډوډۍ د تدارکاتو پروژې افر پرانیسته وکړه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت د ملي اسلامي اردو لپاره د ډوډۍ د تدارکاتو پروژې افر پرانیسته د اړوندو ادارو رئیسانو او افر پرانیستې پلاوي او د ۳۰ داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره کړه.

نن سه شنبه (شعبان المعظم نهمه/ کب لومړی) د ملي تدارکاتو رئیس قاري عبدالولي صدیقي، د ملي دفاع وزارت د لوژستیک رئیس جنرال عبدالبصیر صابري او د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د پلان، پالیسۍ او حقوقي چارو رئيس مولوي ولي جان رحمت د ملي اسلامي اردو د ساحوي قول اردوګانو او مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د اړتیا وړ یو قلم ډوډۍ د تدارکاتو پروژې په افر پرانیسته کې ګډون وکړ.

د ملي تدارکاتو رئیس د داوطلبو شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افر پرانیستې پروژې په شفافه او عادلانه توګه ترسره کېږي.
هغه د داوطلبو شرکتونو له استازو څخه وغوښتل ترڅو خپل مسؤلیت د خلکو پر وړاندې په ښه توګه ترسره کړي، ترڅو د چا حق تلف نشي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت د لوژستیک رئیس جنرال سید عبدالبصیر صابري وویل «په افر پرانیستې غونډو کې د شرکتونو ګډون خلکو او اسلامي نظام ته د خدمت ښکارندوی کوي» هغه همداراز د شرکتونو له صادقانه او مخلصانه پانګونې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې شرکتونه دې د پروژو په جریان کې کیفیت ته پاملرنه وکړي.

دا غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.