ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت دوه پروژو افرپرانیسته وکړه

ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت دوه پروژو افرپرانیسته وکړه
د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت دوه پروژو افر پرانیسته د ۶۲ داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړه.
دا غونډه نن يکشنبه (شعبان المعظم ۷مه/سلواغې ۲۹مه) د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ ترسره شوه، په کې د ملي دفاع وزارت د ۱۴۰۳ کال لپاره د ۳ قلمه غوښې د تدارکاتو او د ۱۴۰۳ کال لپاره د اسلامي اردو د ساحوي قول اردوګانو او مرکزي جزوتامو او قطعاتو لپاره د اړتیا وړ ۱۲ قلمه ترکاري بابو د پروژو افر پرانیسته وشوه.

د ملي تدارکاتو رئیس د داوطلبو شرکتونو د استازو له ګډون څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ټول قراردادونه په عادلانه توګه ترسره کېږي او په اسلامي امارت کې د هيچا حق نه ضایع کېږي.
ښاغلي صدیقي وویل؛ د قرارداد ګټونکی هغه دی چې عادل او منصف وي او مناسب قیمتونه وړاندې کړي، د پروژو ترلاسه کول یو لوی مسؤلیت دی او مونږ ټول باید خپل مسؤلیت د بیت المال د ګټو په وړاندې په صادقانه توګه ترسره کړو.
بل لور ته د امارت د تشکیلاتو د بیاکتنې، اصلاحاتو او کادري چارو رئيس مولوي حسام الدین صابري وویل؛ د سوداګريزو شرکتونو پانګه اچونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابروي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ سبب کېږي. هغه همدا راز زیاته کړه مونږ هر څه لرو، زمونږ زېرمې مدیریت ته اړتیا لري او د ملي ګټو لپاره چې هر څه په توان کې لرو؛ ترسره کوو یې.