د افغانستان برښنا شرکت او نور کابل خراسان شرکت تر منځ د همکارۍ تفاهم ليک لاسلیک شو

د افغانستان برښنا شرکت او نور کابل خراسان شرکت تر منځ د همکارۍ تفاهم ليک لاسلیک شو


د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ غونډه کې د افغانستان برښنا شرکت او کابل خراسان شرکت تر منځ د همکارۍ تفاهم ليک لاسلیک شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن شنبه (شعبان المعظم۶مه/سلواغې ۲۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل؛ د دې تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره به د افغانستان برښنا شرکت د الکترونیکي کېدو په لور يو عملي ګام پورته کړي.
ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد وویل؛ دغه تفاهم ليک د دې لامل کيږي چې نور کابل خراسان شرکت د ځیرکو میټرونو د تولید په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي او په هېواد ته د خارجي میټرونو واردات کم شي.
په دې غونډه کې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب فرید الله بسمل وويل؛ د ځېرکو مېټرونو نصبول د برښنا له ضایعاتو څخه مخنیوی کوي او په وينا يې دا شرکت مکلف دی چې د برښنا شرکت له لوري ټاکل شوي معیارونه د خپل تولید د یو اصل په توګه په پام کې ونیسي.
همدا راز د نور کابل خراسان شرکت په استازيتوب فواد دارا وویل دغه شرکت ۱۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه کړې چې د دې تفاهم لیک له لاسلیک وروسته به په مستقیم ډول ۱۵۰ تنو او غیر مستقیم ډول ۵۰۰ تنو ته د ځیرکو میټرونو د تولید په برخه کې د کار زمینه برابره شي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.