ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت د اړتيا وړ لبنياتو پروژې افر پرانيسته ترسره کړه

ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت د اړتيا وړ لبنياتو پروژې افر پرانيسته ترسره کړه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د دفاع وزارت اړوند د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ۳ قلمه اړتيا وړ لبنياتو افر پرانيسته د ۱۵ داوطلبو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره کړه.

د افر پرانيستې دا غونډه چې نن شنبه «شعبان المعظم ۶مه/ سلواغې ۲۸مه» جوړه شوې وه، د طرح او ډيزاين رئيس مولوي عبدالرؤف خدام پخپلو خبرو کې د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ملي تدارکاتو رياست په تدارکاتي بهير کې د شرکتونو لپاره اسانتياوې په نظر کې نيسي او په دې برخه کې د شرکتونو ستونزې حل کوي.

ښاغلي خدام وويل چې اوس په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، اسلام فطري دين دی او د ټولو خلکو حقوق يې په نظر کې نيولي دي.

د طرح او ډيزاين رئيس همدا راز زياته کړه چې هر هغه نظام چې چارې يې په روڼتيا او عدل ترسره کيږي؛ هغه استحکام مومي او په وينا يې چې په کوم نظام کې ظلم او استبداد موجود وي، هغه ژر له منځه ځي. نوموړي د شرکتونو استازو ته په اشاره وويل چې حلال تجارت د دنيا او اخرت نيکمرغي ده او د رښتينو تجارانو حشر به له پيغمبرانو سره وي.