د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار ديارلسمې ناحيې له علماو او قومي مشرانو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار ديارلسمې ناحيې له علماو او قومي مشرانو سره وکتل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ښار ۱۳مې ناحيې له علماء کرامو او قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وکتل.

دا ناسته چې نن دوشنبه (شعبان المعظم لومړۍ/سلواغې ۲۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پیل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مړستیال ښاغلي نورمحمد حيدري علماء کرامو او قومي مشرانو ته د هرکلي تر څنګ وويل؛ اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو په خدمت کې دی او ستونزو ته به یې په ښه توګه رسېدنه کېږي.
ورپسې حاجي اصیل خان او حاجي یارجان د نورو ګډونوالو په استازیتوب ويناوې وکړې او د اسلامي امارت بیا حاکميت یې د الله تعالی نعمت وباله؛ زیاته يې کړه چې د يادې ناحيې نهه کلي له مختلفو ستونزو سره مخ دي او په تېرو شلو کلونو کې ورته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

یادو قومي مشرانو سړک، کلينک، برېښنا، ښوونځي او د مدرسو نشتوالی له خپلو اساسي ستونزو څخه ياد کړل او ویې ویل چې کلي يې په بشپړ ډول د ديارلسمې ناحيې د نقشې په ماسټر پلان کې نشته او له اسلامي امارت څخه يې وغوښتل چې د دوی کلي دې د یادې ناحیې په ماسټر پلان کې شامل کړل شي.

د فرهنګي او ټولینزو چارو رئیس د يادې ناحیې علماء کرامو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین د هېوادوالو په خدمت کې دي او د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست دروازه د ټولو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده.
دا غونډه چې د قرآنکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.