له فيلوشپونو څخه د سالمې استفادې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

له فيلوشپونو څخه د سالمې استفادې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د بهرنيو اړيکو د انسجام رياست په مشرۍ د هېوادونو له فيلوشپونو څخه د ښې ګټې اخيستنې په موخه د بهرنيو چارو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن يکشنبه(رجب المرجب۳۰مه/سلواغې۲۲مه) د بهرنيو اړيکو د انسجام رياست په مشرۍ د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه، په کې د ياد رياست مرستيال مفتي شمس الرحمن وويل: د فيلوشپونو د تطبيق او زده کړو د پروسو په برخه کې که ستونزې په ښه توګه حل شي نو د يوې ادارې حق به هم ضايع نشي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مفتي شهزاده نور راشد وويل چې د فيلوشپونو د تنظيم په موخه د ملکي خدمتونو انسټیټوت له سفارتونو سره خبرې کړي او زياته يې کړه چې دا پروسه بايد د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لارې تطبيق شي، ترڅو د وخت د ضايع کېدو مخنيوی وشي او په سم ډول له فرصتونو نه استفاده وشي.

بل لور ته د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي رياست مرستيال وويل چې فيلوشوپونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې حق دی چې بايد د بهرنيو چارو وزارت او چارو ادارې لوی رياست په همغږۍ تطبيق شي، ترڅو مؤثرې پايلې ولري.

د ملکي خدمتونو انسټیټوت د فیلوشپونو مسؤل مصطفی صفا وايي، د افغانستان لپاره د بشري سرچينو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هر کال د هند، جاپان، ترکیې او کوریا هيوادونو زرګونه فیلوشپونه په پام کې نیول کېږي او په وينا يې چې د ياد انسټیټوت له لوري د اړتياوو ارزونې پر بنسټ تنظيم او پلي کيږي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې د فیلوشیپونو مدیریت ته دې لازمه پاملرنه وشي او دا پروسې دې د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو څانګو سره په همغږۍ ترتیب او تطبیق شي او اړونده ادارې مکلفې دي چې د کارکوونکو د وړتيا لوړولو په موخه خپل وړانديزونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست ته ولېږي تر څو له دې لارې وروستی ګزارش د هدايت اخیستلو په موخه د رياست الوزراء مقام ته وړاندې‌ شي.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.