د چارو ادارې ۲۸ تنه جديدالتقرر کارکوونکي د ادارې او مديريت له زده کړو فارغ شول

د چارو ادارې ۲۸ تنه جديدالتقرر کارکوونکي د ادارې او مديريت له زده کړو فارغ شول

د چارو ادارې لوی رياست د بشري سرچينو رياست د ادارې او مديريت دوهمې دورې روزنيز پروګرام څخه ۲۸ تنه نوي ټاکل شوي کارکوونکي فارغ شول.

په دې اړه نن يکشنبه (رجب المرجب ۳۰مه/سلمواغې ۲۲مه) د بشري سرچينو رياست کې غونډه جوړه شوې وه، چې په پای کې په نويو فارغ شويو کارکوونکو باندې تصديق ليکونه ووېشل شول.

په غونډه کې د بشري سرچينو رياست مرستيال نيک محمد نيکمل وويل چې د دغسې پروګرامونو جوړولو څخه يې موخه د نويو ټاکل شويو کارکوونکو مهارتونو ته وده ورکول او د ادارې د فعاليتونو په برخه کې چټکتیا رامنځته کول دي.

هغه وويل چې دې روزنيز پروګرام دوه اونۍ دوام وکړ او زياته يې کړه چې د بشري سرچينو رياست روزنيز پروګرامونه د نويو ټاکل شويو کارکوونکو لپاره په پرله پسې توګه دوام لري او په وينا يې چې په راتلونکې کې به هم په منځنۍ او لوړه کچه د ادارې او مديريت زده کړې پروګرامونه ترسره شي.

دا مراسم چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوي وو، د خير په دعا سره پای ته ورسېدل.