د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د افغانستان له عامه کتابتون څخه ليدنه وکړه

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د افغانستان له عامه کتابتون څخه ليدنه وکړه
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د افغانستان عامه کتابتون له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د دغه کتابتون د مسؤلينو ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل.
دا ليدنه چې نن دوشبنه (رجب المرجب ۲۴مه/ سلواغې ۱۶ مه) ترسره شوه، ښاغلي اخندزاده د عامه کتابتونونو له رئيس سره په ليدنه کې د هغوی ستونزې او وړانديزونه واورېدل او زياته يې کړه چې اسلامي امارت هوډ لري چې د نظام د ټولو برخو ستونزې او مشکلاتو ته اساسي حل لارې پيدا کړي او په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کيږي.
په دې ليدنه کې د عامه کتابتونونو رئيس قاري عبيدالله حنيف د هېواد د کتابونونو مديرانو ته د روزنيزو پروګرامونو او زرګونه ټوکه کتابونو وېش د خپلو لاسته راوړنو څخه وبلل او د ياد کتابتون د ځای تنګوالي، د اور د خطر پر مهال د اور وژنې وسايلو نشتون او د يو شمېر رنځورو کتابونو تداوي خپلې اساسي ستونزې يادې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
ښاغلي حنيف زياته کړه چې د دې کتابتون له تأسيس راهيسې تر اوسه د بيا رغونې او پراختيا لپاره هيڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او په وينا يې چې د تنظيمي جګړو پرمهال ورته سخت زيان اوښتی دی چې اوس رغونې او پراختيا ته اړتيا لري او ټينګار يې وکړ چې دا کتابخانه بايد په ودانيز او اداري لحاظ په نړيوال معيار برابره جوړه شي.
د افغانستان عامه کتابتون چې د کابل ښار کې موقعيت لري، په ۱۳۴۵ لمريز کال کې تأسيس شوی دی چې د مخزن، افغانستان پېژندنې تالار، عمومي تالار، د ژبو او ادبياتو تالار او د ريفرنس تالارونه لري چې شاوخوا سل زره ټوکه بېلابېل کتابونه لري چې هره ورځ سلګونه تنه د مطالعې لپاره ورځي.