د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال معرفي شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال معرفي شو
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي اغا جان چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر اساس ټاکلی شو و، نن د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله له لوري د دغه وزارت مسؤلينو او کارکوونکو ته د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن پنجشنبه(رجب المرجب ۲۰مه/سلواغې ۱۲مه) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نوي مرستيال د ټاکنې په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی حکم ولوست او له الله تعالی څخه يې نوموړي ته د ښه خدمت هيله وکړه.
مولوي محمد صابر معتصم بالله وويل چې هېواد له څلورو لسيزو جګړو ځپلی، اوس کار او خدمت ته اړتيا لري او نوي ټاکل شوي مرستيال ته يې په خپل مسؤليت کې د ښه خدمت هيله وکړه.
په غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء الله عمري نوي ټاکل شوي مرستيال ته د هر کلي ترڅنګ وويل چې د دندو تغير او تبديل د نظام اصل دی او زياته يې کړه چې د هېواد د کدرونو له وړتيا نه په استفادې به د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره به په ګډه کار کوو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.