د کابل ښار ۹۱ فاميلي غير پلاني سيمې په نوې پرمختيايي ساحې بدلولو په اړه غونډه وشوه

د کابل ښار ۹۱ فاميلي غير پلاني سيمې په نوې پرمختيايي ساحې بدلولو په اړه غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست ملي اقتصاد رياست د کور او ښار جوړونې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عدليې وزارتونو، چاپيريال ساتنې ملي ادارې او کابل پولي تخنيک پوهنتون د استازو ترمنځ د کابل ښار ۹۱ فاميليو غير پلاني سيمې په نوې پرمختيايي ساحې بدلولو په اړه غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن چهارشنبه(رجب المرجب ۱۹/سلواغې ۱۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور پخپلو خبرو کې وويل چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته ښه فرصتونه رامنځته شوي دي او زياته یې کړه چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې پانګونې ته ښه زمينه برابره شوې ده.
په غونډه کې د يادې موضوع په اړه د تخنيکي ټيم له لوري پريزنټيشن او معلومات وړاندې شول او له هغه وروسته پرې هر اړخيز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د ناستې ګډونوال دې د يادې پروژې د پلان او ډيزاين په اړه خپل نظريات د اسلامي مهندسي، افغاني کلتور او انجينرۍ معيارونو په اساس و ارزوي او پايله دې په دې اړه راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
بايد وويل شي چې د کابل ښار اولسمې ناحيې اړوند (۹۱) فاميلۍ سيمې په يوه اندازه ساحه کې غير پلاني ابادي شوې ده، چې د رياست الوزراء عالي مقام په هدايت دا سيمه د يو منظم پلان له مخې په اساسي توګه جوړيږي چې سوداګريزې، استوګنيزې او ازادې ساحې به ولري او د دې سيمې اوسنيو اوسېدونکو ته به هم په کې د منظم سيستم له مخې د اوسېدنې زمينه برابره شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.