د پانګونې اسانتیا رئیس د خان سټیل له مسؤلینو سره وکتل

د پانګونې اسانتیا رئیس د خان سټیل له مسؤلینو سره وکتل
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس ددې رياست د تخنيکي ټيم په ملتيا نن چهارشنبه (رجب المرجب۱۲/سلواغې ۴مه)د دې فابریکې له مسؤلینو سره وکتل او د فابريکې له چارو یې لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د يادې فابریکې رئیس خان محمد وردګ د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتيا رئيس او تخنیکي ټیم څخه مننه وکړه او د فابریکې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي زياته کړه هڅه کوي، د خلکو باور وساتي او ټولنې ته باکيفيته او معياري توليدات وړاندې کړي.

بل لور ته د پانګونې اسانتیا رئيس انجينر احمد ضیاء خالد پانګوالو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د پانګوالو د ستونزو د حل په برخه کې همکار دی او کولی شي چې هر وخت خپلې ستونزې د حل په موخه شريکې کړي.

د خان سټيل د اوسپنې ویلي کولو فابریکې مسؤلینو د معلوماتو له مخې دا فابریکه ۷۰۰ تنه کارکوونکي لري او د ورځي تر ۴۰۰ ټنه سیخ تولیدوي، همدار راز د خامو موادو نه شتون، د برق کمښت او د اوسپنې کانونو په واک کې نه درلودل یې د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل او له اسلامي امارت څخه يې د حل غوښتنه وکړه.