د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس له ازادۍ مطبعې څخه ليدنه وکړه

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس له ازادۍ مطبعې څخه ليدنه وکړه

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده نن چهارشنبه (رجب المرجب۱۲ مه/سلواغه۴مه) له ازادي مطبعې څخه ليدنه وکړه.
په پيل کې ښاغلي اخندزاده د ازادۍ مطبعې له رئیس حافظ مولوي عبدالرحمن اغا هاشمي سره وليدل او نوموړي د مطبعې د فعاليتونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدا راز ښاغلي هاشمي د مطبعې د فعاليتونو ترڅنګ ستونزې هم يادې کړې او زياته يې کړه چې يادې مطبعې د امارتي او غیر امارتي ادارو د اړتیا وړ چاپیدونکو موادو سربېره د قرآنکریم او نورو دیني کتابونو چاپ خپل لومړيتوبونه وبلل او زياته يې کړه چې هڅه کوي په دې برخه کې ټولنې ته لا نور خدمات وړاندې کړي.

ورپسې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ازادۍ مطبعې له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د مطبعې مسؤلينو ته يې وويل چې خپلې اصولي غوښتنې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لارې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست سره شریکې کړئ، ترڅو د اسلامي امارت له رهبرۍ ته د حل په موخه وړاندې شي.

د شمس النهار مطبعه چې له ۱۲۹۰ کال وروسته د ازادۍ تصدۍ په نامه ونومول شوه، د امیر شیرعلي خان په وخت کې لومړنۍ چاپي مطبعه وه او د لیتوګرافي په برخه کې یې کار کاوه چې اوس د ورځپاڼو او زياتره امارتي چاپي خدماتو د ترسره کولو سربېره د هېواد ټولو امارتي او غیر امارتي ادارو ته چاپي خدمات وړاندې کوي.