د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس له ملي ګالري څخه ليدنه وکړه

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس له ملي ګالري څخه ليدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده نن دوشنبه (رجب المرجب۱۰مه/ سلواغې ۲مه) له ملي ګالري څخه ليدنه وکړه.
مولوي محمد اسحق اخندزاده د ملي ګالري له مسؤلينو سره په ناسته کې وويل چې اسلامي امارت د نظام ټولو برخو ته په ښه توګه پاملرنه لري او زياته يې کړه چې افغانان باهمته خلک دي، چې وړتياوو نه يې بايد کار واخيستل شي.
ورپسې د ملي ګالري مسؤلينو په ملتيا ښاغلي اخندزاده د ګالرۍ له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه، د افغاني هنرمندانو وړتيا يې وستايله او له مسؤلينو يې وغوښتل چې يوازې په شته وضعيت دې بسنه نه کوي، مګر په دې برخه کې دې نورو خلکو ته هم روزنه ورکړي.
ملي ګالري چې د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معنيت تر چتر لاندې فعاليت کوي، د ۱۳۶۲ لمريز کال په غويي مياشت کې جوړه شوې ده چې په کې تر ۸۰۰ قلمه کورني او بهرني هنري اثار نندارې ته کېښودل شوي دي.
په دې اثارو کې د خطاطۍ، ميناتورۍ، حکاکۍ او فلزاتو څخه جوړې شوې بېلابېلې تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوي دي او يو شمېر هغه اثار چې د کورنيو جګړو او نه پاملرنې له امله تخريب او زيانمن شوي دي، د ګالرۍ د مسلکي کارکوونکو له لوري رغول کيږي.