د کابل ښار سطحي اوبو په اړه نوبتي غونډه وشوه

د کابل ښار سطحي اوبو په اړه نوبتي غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ او د قراردادونو د تصفيې او تفکيک کمېټې د اړوندو ادارو له استازو سره د کابل ښار سطحي اوبو په اړه نوبتي غونډه ترسره شوه.
دا غونډه چې نن چهارشنبه (رجب المرجب۵مه/ ۲۷مرغومي) جوړه شوه، ګډونوالو د يادې پروژې نواقص او نيمګړتياوې چې د تېر نظام پر مهال رامنځته شوې وې په نښه کړې او د حل په اړه يې په بديلو لارو بحث وکړ.
په پای کې مولوي محمد حنان حقاني پرېکړه وکړه چې د اړوندو ادارو استازي دي، د پروژې د نيمګړتياوو په اړه خپل نظريات او وړانديزونه توحيد کړي، ترڅو د رياست الوزراء مقام ته وړاندې شي.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.