د تدارکاتي کارکوونکو ظرفیت لوړونه د تدارکاتي پروسو د لا ښه والي لامل کيږي

د تدارکاتي کارکوونکو ظرفیت لوړونه د تدارکاتي پروسو د لا ښه والي لامل کيږي

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رئیس قاري عبدالولي صدیقي د تدارکاتو اړوند انلاین روزنیز پروګرام پرانيستغونډه کې وویل چې د تدارکاتي کارکوونکو ظرفیت لوړونه د تدارکاتو د طرزالعمل د ښه تطبیق لامل ګرځي او په وينا يې مونږ هڅه کوو چې د تدارکاتي کارکوونکو ظرفیت لوړ کړو.

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو انسټیټوټ نن دوشنبه «رجب المرجب ۳مه/مرغومي ۲۵مه» په انلاين ډول د ولایتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره درې ورځنی ځانګړی روزنیر پروګرام پیل کړ.

په دې پروګرام کې د (۱۱) ولایتونو د بېلابېلو امارتي ادارو (۶۵) تنه کارکوونکي ګډون لري چې پکې د تدارکاتو اهمیت، د عامه تدارکاتو اساسي مفاهیم، د اړتیاوو تثبیت او پلان جوړونه، د داوطلبۍ پروسې، معیاري شرطپاڼې او د قراردادونو د ورکړې په اړه د ملي تدارکاتو انسټيټوت له لوري روزنه ورکول کېږي.

د دې پروګرام د قرانکريم کریم په تلاوت سره پیل شوه.