د ولس ستونزو ته رسېدنه؛ د ټولو امارتي ادارو دفتر رئيسانو سره غونډه وشوه

د ولس ستونزو ته رسېدنه؛ د ټولو امارتي ادارو دفتر رئيسانو سره غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري د ولس ستونزو ته د رسېدنې او عامه خدمتونو د لا ښه والي په موخه د ټولو امارتي وزارتونو او ادارو د دفتر رئيسانو سره غونډه وکړه.

دا غونډه چې نن يکشنبه«رجب المرجب ۲مه/ مرغومي۲۴ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د ټولو امارتي وزارتونو او ادارو د دفتر رئيسانو ګډون کړی و او په ګڼو موضوعاتو بحث وشو.

په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده پخپلو خبرو کې وويل چې له فتحې وړاندې په سختو حالاتو کې هم اسلامي امارت د ولس ستونزو حل ته رسېدنه کړې او اوس بايد په لا ښه توګه د ولس ستونزې حل شي او په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.

ښاغلي اخندزاده وويل چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د ټولنې د بېلابېلو برخو له استازو سره نږدې سل ناستې کړي دي او د هغوی ستونزې يې په مکتوبي توګه د حل لپاره له اړوندو امارتي ادارو سره شريکې کړي دي، خو په وينا يې چې د ستونزو حل په برخه کې چټکتيا ته اړتيا ده.

ورپسې د اجنډا له مخې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازو ته د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري لېږل شويو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چارو د لاپرمختګ او پراختیا هوډ يې وکړ.


په غونډه کې د محکمو، امنيتي حوزو، تذکرو، پاسپورټونو، لوړو زدکړو، روغتيا، پوهنې، اوقافو، مهاجرينو، برېښنا، کونډو او يتيمانو، مخابراتو، ښاروالۍ، کرنې، کوچيانو او نورو ډېرو برخو کې د خلکو ستونزو حل په اړه هر اړخيز بحث وشو او لازم تصاميم ونيول شول.

همدا راز د وزارتونو او ادارو دفتر رئيسانو د ستونزو د حل په برخه کې د خپلو وزارتونو او ادارو اړتياوې شريکې کړي او د اسلامي امارت له مقاماتو څخه يې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه چې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.