د پاليسۍ او ستراتېژۍ رئيس؛ د افرګشايي غونډې په بشپړ شفافيت ترسره کيږي

د پاليسۍ او ستراتېژۍ رئيس؛ د افرګشايي غونډې په بشپړ شفافيت ترسره کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برښنا شرکت اړوند Supply, Installation and Remaining Works of 220KV Ghazni-Kandahar OHL (Lot-2) پروژې افرګشايي غونډه د يو شمېر داوطلبانو په ګډون کې د دې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره کړه.

دا غونډه چې نن دوشنبه(جمادي الثاني ۲۵مه/ مرغومي ۱۸مه) جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ رئيس مولوي اسلام الدين عثماني هم ګډون کړی و، په داوطلبۍ کې يې د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه.
ښاغلي عثماني وويل چې ملي تدارکاتو رياست د تدارکاتي اسنادو د طی مراحل په برخه کې هيڅ ډول مشکل نه لري او اداره هوډ لري چې پروژې په شفافه او ښه توګه پرمخ يوسي.
نوموړي همدا راز زياته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پياوړتيا په هڅه کې دی او شرکتونه کولی شي چې د پراختيايي پروژو د افرګشايي غونډو کې په ګډون سره د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.