د سرطاني ناروغيو د درملنې روغتون جوړولو په اړه غونډه وشوه

د سرطاني ناروغيو د درملنې روغتون جوړولو په اړه غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست د کابينې د پرېکړې په اساس د اړوندو امارتي ادارو له استازو سره په خوست کې د خصوصي سکتور له خوا د سرطاني ناروغيو د درملنې په موخه د روغتون جوړولو لپاره د سل جريبه امارتي ځمکې د انتقال په اړه غونډه وشوه.

دغه غونډه نن يکشنبه (جمادی الثاني ۲۴مه/ مرغومي ۱۷مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه په کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې، عامې روغتيا، اوبولګولو او مالدارۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو استازو ګډون کړی و.

د پانګونې اسانتيا رئيس انجنير احمدضياء خالد د دغه روغتون جوړول د روغتيا په برخه کې يو پر مختګ وباله او له ټولو په کور دننه او بهر ملي او نړۍ والو افغان سوداګرو څخه يې وغوښتل چې په خپل هېواد کې پانګونې ته لومړيتوب ورکړي.

په دغه ناسته کې د افغانستان سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس مومند، د دغه روغتون جوړول د افغانستان د خلکو يوه اساسي اړتيا وبلله.

په دغه غونډه کې د ياد روغتون ماسټر پلان د تخنيکي ټيم له خوا تشريح شو، ورپسې ګډون والو د روغتونون د ماسټر پلان د لا پياوړتيا په اړه خپل تخنيکي نظريات او وړانديزونه شريک کړل.

په پای کې د پانګونې اسانتيا رئيس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوست عامې روغتيا رياست ته د ځمکې انتقال په اړه پرېکړه وکړه او زياته يې کړه چې ياده ساحه دې له نږدې وکتل او انتقال شي.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.