د کابل ښار د سطحي اوبو (شنه کمربند) په اړه دریمه غونډه جوړه شوه

د کابل ښار د سطحي اوبو (شنه کمربند) په اړه دریمه غونډه جوړه شوه

دغه غونډه نن چهارشنبه (جمادي الثاني ۲۰مه/مرغومي ۱۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ د قراردادونو د تصفيې او تفکيک کمېټې د پرېکړې له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ، چاپیريال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون جوړه.
د قرانکريم له تلاوت وروسته د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني د تېرو غونډو د پرېکړو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل د کابل د سطحي اوبو ( شنه کمربند) د اوبو مديريت د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دی چې عملي چارې پيلول يې مهم دي.
د غونډې ګډونوالو د يادې موضوع په تړاو خپلې لاسته را وړنې او وړانديزونه په ليکلي او شفاهي ډول وړاندې کړل او هر اړ خيز بحث يې پرې وکړ.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د يادې موضوع اړوند دې نظريات توحيد شي او شته ستونزې دې په ګوته شي او تخنيکي غړي دې د سطحي اوبو د مديريت پروژه له نږدې و ګوري.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.