د ارزګان دهراود ولسوالۍ د برښنايي تجهیزاتو پروژې افر پرانیسته وشوه

د ارزګان دهراود ولسوالۍ د برښنايي تجهیزاتو پروژې افر پرانیسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برښنا شرکت اړوند د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ لپاره د ٧٩قلمه برېښنايي او ساختماني تجهيزاتو د تدارکاتو پروژې افر پرانیسته د یو شمېر داوطلبانو په حضور کې ترسره کړه.
نن چهارشنبه د( جمادي الثاني٢٠مه/جدي ١٣مه) د بشري سرچینو رئیس مولوي نورالحق جریر د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او د شرکتونو له استازو یې وغوښتل چې سوداګر تشویق کړي ترڅو هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي زياته کړه، اړتیا ده چې خپل نیتونه اصلاح او د حلال رزق ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړو؛ ځکه د حلال رزق ترلاسه کول عبادت دی او پر مونږ فرض دی.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.