د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار د دريو ناحيو له علماوو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار د دريو ناحيو له علماوو سره وکتل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس الحاج مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ښار د اتلسمې، نولسمې او شلمې ناحيو له علماء کرامو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وکتل.

دغه غونډه چې نن سه شنبه د (جمادی الثاني ۱۹مه/مرغومي ۱۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه؛ پکې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري ګډونوالو ته وويل اسلامي امارت د افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی او ټول پکې يو شان ګډ حقوق لري.
په غونډه کې د يادو ناحيو علماء کرامو په خپلو خبرو کې په دې ناحيو کې د برېښنا نشتوالی، د جوماتونو نه ثبتېدل، د امامانو د معاشونو کمښت او په جوماتونو کې د مؤذن او خادم نه درلودل د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل او همدا راز يې په دې ناحيو کې د کلينيک، مدرسو او سړکونو جوړول يې د ولس اساسي ستونزې او اړتياوې وګڼلې او د حل غوښتنه يې وکړه.

همدارنګه علماء کرامو په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د مدرسو نصاب چمتو کول او په معياري بڼه يې چاپول او مدرسو رغنيزې چارې د اسلامي امارت مسؤليت وباله او همدا راز يې د امربالمعروف او نهي عن المنکر له وزارت څخه وغوښتل چې د منکراتو په مخنيوي کې خپل مسؤليت په ښه توګه اداء کړي.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د علماء کرامو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې د حل په موخه به يې له مسؤلو مقاماتو سره شريک کړي او ويې ويل چې اسلامي امارت د يو تنظيم په بڼه نه مګر د عقيدې پر بنسټ را منځته شوی او د ډاډ يې ورکړ چې د شريعت په چوکاټ کې هرې ستونزې لپاره د حل لارې چارې برابروي.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پیل او د خير په دعا سره پای ته ورسېده.