د الکترونيکي دروازو د طرحې په اړه بحث وشو

د الکترونيکي دروازو د طرحې په اړه بحث وشو

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست د الکترونيکي دروازو د طرحې په اړه د ټرانسپورټ او هوايي چلند، ماليې،کورنيو چارو،کانونو او پټروليم، کور او ښار جوړونې،کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو د استازو ترمنځ بحث غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن يکشنبه(جمادی الثاني۱۷مه/مرغومي۱۰مه) د چارو ادارې لوی رياست کې جوړه شوې وه، په کې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني وويل د اسلامي امارت بيا واکمنېدل د افغانستان د خلکو د سرښندنو او قربانيو نتېجه ده او دا زموږ مسؤليت دی چې په پوره اخلاص او صداقت سره خلکو ته خدمات وړاندې کړو.

ښاغلي حقاني زياته کړه، چې د برېښنايي دورازو په نصبولو سره به عوايد زيات شي، امنيت به ټينګ او په ټرانسپورټي چارو کې به اسانتياوې را منځته ش؛ نو له همدې امله امارتي اداراتو ته لازمه ده چې د ياد پلان په تطبيق کې اوږه په اوږه ودريږي او یو له بل سره همکاري وکړي.

بل لور ته د غونډې برخه والو د يادې پروژې د ښه والي او پرمختګ په اړه خپل تخنيکي نظريات شريک کړل او ژمنه يې وکړه، چې د ياد پلان په تطبيق کې به پوره همکاري کوي.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد د وزارتونو او رياستونو له استازو وغوښتل چې د يوې اونۍ په اوږدو کې د خپلو ادارو اړتياوې بين الوزارتي کمېټې ته راولېږي، له هغه وروسته به د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هرې ادارې اړتياوي د الکترونيکي لارو په پلان کې شاملې کړي.
دا غونډه د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه او د خير په دعا پای ته ورسېده.