د عامه او خصوصي مشارکت د قانون په اړه غونډه وشوه

د عامه او خصوصي مشارکت د قانون په اړه غونډه وشوه

دغه غونډه د امیرالمؤمنین حفظه الله د ٩مې ګڼې فرمان پر بنسټ، د پانګونې اسانتیا ریاست په مشرۍ او د مالیې، کانونو او پټرولیم، کور او ښار جوړولو، اوبو او انرژۍ، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت استازو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې نن یکشنبه «جمادی الثاني ١٠مه/ جدي ٣مه» د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد وویل، هڅه کوو تر څو د عامه او خصوصي مشارکت قانون تعدیل او ژر تر ژر نهایي شي.

وروسته د اړوندو ادارو استازو د ياد قانون په اړه خپل وړاندیزونه او نظريات وړاندې کړل او د قانون محتوا کې یې شرعي مسايل مهم وبلل.

په پای کې پریکړه وشوه ترڅو مالیې وزارت د یاد قانون په اړه خپل ګزارش په کتبي ډول د چارو ادارې پانګونې اسانتیا ریاست ته راولېږي تر څو له دې لارې د چارو ادارې لوی رياست د تقنیني اسنادو داخلي کمیټې ته وړاندې شي

دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.