د فرهنگي او ټولنيزو چارو رئيس د ګلدرې ولسوالۍ استازو سره وليدل

د فرهنگي او ټولنيزو چارو رئيس د ګلدرې ولسوالۍ استازو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ګلدرې ولسوالۍ له علماء کرامو، ګذر وکيلانو او قومي مخورو سره د هغوی د وړانديزونو او ستونزو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه(جمادی الثاني ۶مه/ليندۍ ۲۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په پيل کې د فرهنګي چارو مرستيال نور محمد حيدري مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې اسلامي امارت د خلکو ستونزو حل ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې تر اوسه ياد رياست په دې اړه نږدې سل غونډې جوړې کړي دي او د ولس ستونزې يې د اسلامي امارت له مسؤلو مقاماتو سره شريکې کړې دي.
په غونډه کې د ګلدرې ولسوالۍ علماء کرامو او قومي مخورو د اجنډا له مخې خبرې وکړې او خوښي يې وښوده چې داسې فرصت رامنځته شوی دی چې د اسلامي امارت د ولس ستونزې مخامخ د ولس په ژبه اوري او د حل لپاره يې اقدامات کوي، دوی وويل چې اسلامي امارت سره يې په تېر شلن کلن جهاد کې اوږه په اوږه د يرغلګرو په وړاندې مبارزه کړې او اوس يې هم ترڅنګ ولاړ دي.
د غونډې ګډون والو د برېښنا نشتوالی، د کانالونو پاکوالی، د پوخ سرک نه شتون او د کرنې په برخه کې يو شمېر مشکلات له اساسي ستونزو څخه ياد کړل او د روغتون د ظرفيت لوړول، د پوهنتون او يوې جهادي او څو ښځينه مدارسو او ماهيپر بند جوړولو وړانديزونه يې وکړل.
د ټولنيزو او فرهنګي چارو رئيس د اسلامي نظام د حاکميت په موخه د يادې ولسوالۍ د قربانيو قدردانۍ ترڅنګ وويل چې؛ د اسلامي امارت حاکميت د هېواد د ولسونو په قربانيو رامنځته شوی دی او د دې ستر نعمت شکرانه پر موږ لازمه ده او زياته يې کړه چې ستونزې او وړانديزونه به يې له مسؤلو مقاماتو سره شريک کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.