د کابينې يوولسمه غونډه؛ د اوسپنې پټلۍ ګېچ تائيد شو

د کابينې يوولسمه غونډه؛ د اوسپنې پټلۍ ګېچ تائيد شو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یوولسمه غونډه د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن سه شنبه( جمادي الثاني ۵مه/ ليندۍ۲۸مه) ترسره شوه چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د اوسپنې پټلۍ د ګېچ په اړه د ټاکل شوي پلاوي نظر تائيد شو او پرېکړه وشوه ترڅو په دې اړه نور اجراات ترسره شي.

همدا راز په دې غونډه د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ته دنده وسپارل شوه چې له اړونده ارګانونو سره په همغږۍ دې د ټولو نشه يي توکو د وارداتو مخنیوي په موخه د هیواد سرحدونه او فرضي کرښې په کلکه توګه تر څار لاندې ونيسي.

د کابينې په دې ناسته کې د ماليې وزارت له لوري د غير مالياتي عوایدو د دوهمې ربعې بشپړ او دریمې ربعې د لومړیو دوو میاشتو راپور هم وړاندې شو.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.