د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستيال د کابل ښار دوو ناحيو علماوو سره وليدل

د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستيال د کابل ښار دوو ناحيو علماوو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستيال ښاغلي نورمحمد حيدري د کابل ښار دولسمې او ديارلسمې ناحيې له علماء کرامو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وکتل.

دغه غونډه چې نن سه شنبه(جمادي الاول ۲۸مه/لیندۍ ۲۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه او ورپسې د اجنډا له مخې ګډونوالو ويناوې وکړې.

په غونډه کې شيخ الحديث مولوي عنايت الرحمن پخپلو خبرو کې وويل چې؛ خوښ يو چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ورته د خدمت زمينه برابره شوې او د ولس او امارت تر مينځ د يو منځګړي په توګه خدمت کوو او د هغوی ستونزې او مشکلات د اسلامي امارت له مقاماتو سره شريکوو.

په غونډه کې علماوو د هويت کارتونو، په کليوالي شوراګانو کې غړيتوب، جوماتونو کې د مؤذن او خادمانو د بستونو اضافه کول او د ملا امامانو لپاره د معياري کورونو جوړولو وړانديزونه وکړل.

همدا راز يې د برېښنا پرچاوي، په جوماتونو کې د درسي ټولګيو نه شتون، په درسي حلقو کې د واحد ديني نصاب نشتوالی او د ځينې جوماتونو له سره ابادولو او بيا رغونې د يادو ناحيو له اساسي ستونزو څخه ياد کړل.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال ښاغلي نورمحمد حيدري د علماء کرامو وړانديزونه او ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې او وړانديزونه به يې د اسلامې امارت له مسؤلو مقاماتو سره د حل په موخه شريک کړي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.