شرکتونو ته د ځمکو د ویش په موخه غونډه جوړه شوه

شرکتونو ته د ځمکو د ویش په موخه غونډه جوړه شوه

کابل صنعتي پارک کې د «خان سټیل»، کابل – فولاد اوسپنې ویلې کولو او د حبیب رضایي د روب د تولید فابریکو ته د اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم پر اساس د ځمکې د ویش په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د یادو شرکتونو استازو په ګډون غونډه وکړه.
دا غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې په همدې موخه جوړه شوې وه، پيل يې د قرآن کریم په تلاوت وشو او ورپسې د پانګونې اسانتیا رئيس انجنیر احمد ضیا خالد وویل درې شرکتونه د کابل صنعتي پارک کې د ډېرې پانګونې په موخه د ځمکې غوښتونکي دي او موږ د دوی او نورو پانګوالو د هرډول اصولي غوښتنو څخه ملاتړ کوو.

ښاغلي انجينر خالد همدا راز زیاته کړه چې د ملي عوایدو ترلاسه کول د هېواد اقتصادي ستونزو ته د رسیدنې یوازینۍ لاره نه ده، باید د پانګوالو او سوداګرو څخه ملاتړ وکړو ترڅو هېواد د پرمختګ لوري ته روان کړو.
په ورته وخت کې د یادو شرکتونو مسؤلینو د اړتیا وړ ځمکې د ترلاسه کولو په موخه خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل او د صنعت او سوداګرۍ د ځمکې د توزیع له کمیټې یې وغوښتل ترڅو د شرکتونو له لوري د وړاندې شوې نقشې له مخې د ځمکو د توزیع په پام کې ونيسي.
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د ځمکو د توزیع رئیس عبدالخالق خسرو وویل سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د توزیع قانون د تعمیل او تصویب وروسته به د صنعتي پارکونو ټولې ځمکې تصفیه شي او په دې اړه د سوداګرو ستونزې حل کېږي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د هغو نمرو لیستونه دې جوړ شي چې په تېرو لسو کلونو کې شرکتونو ته توزیع شوي خو قسطونه یې ندي تحویل شوي؛ د مستردېدو وړاندیزونه دې ترتیب او د هغوی پرځای دی برحاله پانګوال په پام کې ونیول شي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ځمکو د توزیع کمیټه دې د کابل – فولاد او حبیب رضایي د روبو د تولید فابریکې ستونزې د حل په موخه په راتلونکې اجنډا کې شاملې کړي.
یاده غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.