له اميد سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سرک پورې د سرک پراختيايي پروژې افرګشايي غونډه ترسره شوه

له اميد سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سرک پورې د سرک پراختيايي پروژې افرګشايي غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ اړوند د اميد سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سرک پورې د سرک جوړولو د افرګشايي غونډه چې د دې ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې يو شمېر داوطلبانو ګډون کړی و.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن يکشنبه( جمادي الاول ۲۶مه/ ليندۍ ۱۹مه) جوړه شوې وه، په کې د
د امارت د تشکیلاتو د بیاکتنې، اصلاحاتو او د کادري چارو رئيس مولوي حسام الدين صابري ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې يې داوطلبانو ته ډاډ ورکړ چې د ملي تدارکاتو رياست د افرګشايي غونډې په شفافه توګه ترسره کيږي او په دې کې د هيڅ شرکت طرفداري نه کيږي.
په غونډه کې ښاغلي صابري وویل چې په افرګشايي کې به د هيڅ شرکت حق ضايع نشي او د ملي تدارکاتو رياست به د تدارکاتي پړواونو د سرته رسولو په برخه کې له داوطلبانو سره همکار وي.