د پانګونې اسانتيا رئيس د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلينو سره وليدل

د پانګونې اسانتيا رئيس د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلينو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمدضياء خالد د ۷۷ ترکي شرکت له مشر براق انسال سره وليدل او په يو شمير موضوعاتو يې بحث وکړ.

دا غونډه چې نن چهارشنبه( جمادي الاولی ۲۲مه/ ليندۍ ۱۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، په کې د ۷۷ ترکي شرکت مسؤلينو د کجکي بند دوهم فاز چارو په اړه، چې د همدې شرکت له لوري يې ودانيزي چارې د عامه او خصوصي مشارکت د قرارداد پر بنسټ دوام لري؛ معلومات وړاندې کړل.

د برېښنا جوړولو ياد شرکت د سروبي دوهم بند او په هرات ولايت کې د بادي برېښنا په برخه کې د پانګونې په اړه چمتووالی وښود او زياته يې کړه چې ياد شرکت تيار دی چې د برېښنا په برخه کې په افغانستان کې پانګونه پراخه کړي.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلينو څخه په افغانستان کې د پانګونې او فعاليت له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې رياست يې په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو هڅې کوي او ياد شرکت ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.