د عوايدو راټولولو په برخه کې د روڼتيا په موخه برېښنايي دروازې جوړيږي

د عوايدو راټولولو په برخه کې د روڼتيا په موخه برېښنايي دروازې جوړيږي
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء کابل ته راداخلېدونکو لارو کې د برېښنايي دروازو جوړولو په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وويل چې د عوایدو را ټولولو په برخه کې شفافيت ته اړتيا ده؛ نو په همدې موخه دې کابل ته راداخلېدونکې دروازې په نړيوال معيار برابرې جوړې شي او د اړوندو څانګو اړتياوې دې په پام کې ونيول شي.
دغه غونډه نن چهارشنبه (جمادی الاولی۲۲مه/لیندۍ ۱۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست او د ټرانسپورت او هوايي چلند، ټولګټو، ماليې، کرنې، کور او ښار جوړونې، کانونو او پټروليم وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د استخباراتو لوی رياست ترمنځ جوړه شوې وه، په کې د پلچرخي سيمه کې د ختيځ بندر برېښنايي دراوزې د ابتدايي پلان په طرحه بحث وشو .
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو په دې غونډه کې وويل؛ د پلچرخي د برېښنايي دروازې د جوړولو لپاره يوه خصوصي شرکت څه له پاسه ۱۱۲ ميليونه افغانۍ په پام کې نيولې دي، چې په يو ساعت کې به تر ۱۲۰۰ زيات موټرو د سکين کولو وړتيا ولري.
همدا راز په دې غونډه کې د یاد پلان د لاپياوړتيا په موخه د اړوندو ادارو استازو خپل نظريات شريک کړل او د برېښنايي دروازو جوړولو د طرحې ملاتړ يې وکړ.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ياد پلان دې په هر اړخيزه توګه له اړوندو ادارو سره شريک شي، هر اړخيزه ارزونه دې ترسره شي او په راتلونکې غونډه کې دې له عمومي ارزونې وروسته نهايي شي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.