د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت د ولس د ستونزو حل ته ژمن دی

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت د ولس د ستونزو حل ته ژمن دی
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ده سبز ولسوالۍ له علماء کرامو، قومي مشرانو او متنفذينو سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن چهارشنبه«جمادی الاول ۲۲مه/ ليندۍ ۱۵ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د اجنډا له مخې د ده سبز ولسوالۍ استازو ويناوې وکړې.
په غونډه کې د ده سبز ولسوالۍ د علماوو شورا رئيس مولوي سيدالرحمن د اسلامي امارت له حکومتولۍ خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د يادې ولسوالۍ خلک له اسلامي امارت سره پوره اخلاص لري او په وينا يې چې اسلامي امارت د خلکو له توقع ډېر د ولس د هوساينې لپاره کار کوي.
د دې ولسوالۍ استازو په دې سيمه کې له غصب څخه د ځمکو خلاصون په برخه کې له اسلامي امارت څخه د جديت غوښتنه وکړه او همدا راز يې زياته کړه چې دې ولسوالۍ ته په تېر کې کار نه دی شوی او اوسمهال د روغتون، ښوونځيو، مدرسو، کرنې، اوبو او يو شمېر نورو برخو کې دا سيمه له ستونزو سره مخ ده او د حل غوښتنه يې وکړه.
په غونډه کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په خپلو خبرو کې د تېر او اوسني جهاد پر مهال د دې ولسوالۍ د خلکو قربانۍ او هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د ولس ستونزو حل ته ژمن دی او په دې برخه کې د ولس ترڅنګ ولاړ دی.
ښاغلي اخندزاده د يادې ولسوالۍ د ستونزو حل په اړه وويل چې يادې بېلابېلې ستونزې به يې د حل لپاره د اسلامي امارت له اړوندو ارګانونو سره شريکې کړي او له خپل لوري يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست چې د چارو ادارې لوی رياست تر چتر لاندې فعاليت کوي، په ټولنيزو، فرهنګي، علمي، روغتيايي، سپورټي او بېلابېلو برخو کې د نافذه قوانينو او اصولو په ړنا کې فعاليت کوي.
د ياد رياست د مرستيال ښاغلي نورمحمد حيدري په وينا د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ راهيسې يې تر اوسه د کابل ښار ۲۲ ګونو ناحيو، ولسواليو، ځينې ولايتونو له استازو او خصوصي سکتور سره شاوخوا ۸۰ غونډې کړي، د خلکو ستونزې يې اورېدلي او د حل لپاره يې لازم اقدامات کړي دي.
ننۍ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.