د کابينې لسمه غونډه؛ د سرطان او قلبي ناروغيو کمپلکس جوړولو چارې پیل کيږي

د کابينې لسمه غونډه؛ د سرطان او قلبي ناروغيو کمپلکس جوړولو چارې پیل کيږي
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې لسمه غونډه د اسلامي امارت د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ «جمادی الاولی ۲۰مه/ ليندۍ ۱۳ مه» د دوشنبې په ورځ جوړه شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې له اړونده ادارو څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د سرطان او قلبي ناروغيو د تشخيص او درملنې په موخه د معياري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې د تشخيص چارې ترسره کړي.
همدا راز په غونډه کې د صکوکو مطبعې د پياوړتيا او معياري کېدو په اړه هم بحث وشو او په دې برخه کې اړونده ادارو ته د لازمو اقداماتو سپارښتنه وشوه.
د کابينې په دې غونډه کې د ښي لاس موټرونو د زياتوالي مخنيوي په اړه جوړې شوې طرحې په اړه پرېکړه وشوه چې ياده طرحه دې دقيقه وکتل شي، ترڅو يې په تطبيق سره مؤثرې پايلې ترلاسه شي.
غونډه کې په نظامي مرکزونو او يو شمېر ولایتونو کې له بهرنیو ځواکونو څخه د پاتې طبي تجهيزاتو فعالو روغتيايي مرکزونو ته د ساتنې او ښې استفادې په موخه د انتقال په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.